اسلام آباد ۔ 22 فروری (اے پی پی) د پاكستان مسلم ليګ (ن) لارښود دانيال عزيز وئيلي دي په 4 كاله كښې د نواز شريف ګراف پورته تللې۔ تورونه لګول د عمران خان نوے پاكستان دے۔ تحريك انصاف د شريفې كورنۍ په ضد يو كمپائن پېل كړے۔ عمران خان كه ريښتوے وي نو د جمائما څخه د اخستې شوو پېسو دې مني ټرېل دې وښائي۔ د 2003 د ګوشوارو ترمخه عمران په ټېكس غلا كښې ككړ دے۔ دعمران خان په آف شور كمپنيو كښې د ده د خوېندو نامې هم شاملې دي۔ د شورؤ په ورځ الېكشن كمېشن كښې د عمران خان په ضد د نااهلۍ رېفرنس سماعت څخه وروستو ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل الېكشن كمېشن كښې لوئې انكشافات رامخې ته شوي۔ د نیازی سروسز په نامه 6 نورې كمپنۍ رامخې ته شوي۔ د عمران خان آف شور کمپنو كښې د ده د خوېندو نامې هم شته ۔ آيا عمران دا غواړي چې د ده د كورنۍ د كسانو تذليل وكړې شي۔ ده ووئيل عمران خان د خپلو فلېټونو په اړه څو وارې خپل بيان بدل كړې۔ ده ووئيل په كال 2003ء كښې الېكشن كمېشن كښې جمع كړې شوو ګوشوارو كښې عمران خان د 65 لكھه روپو پخپله د ادا كولو اعتراف كړے دے
په 4 كاله كښې د نواز شريف ګراف پورته تللې
مضمون کا ماخذ : کمپیوٹر لاٹری