اسلام آباد 23 جنوری (اے پی پی) د قامی اسمبلۍ سپیکر سردار ایاز صادق وئيلي دي چین زمونږ په زړونو كښې مهم مقام لري، د??اړ?? ګاونډيان خپلو كښې د ملګرتيا مثالي ا??يكې لري۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د نهې په ورځ پارلیمنټ هاوس كښې په پاکستان كښې د چین سفیر یاؤ جنګ س??ه شوې ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړې۔ سپیکر ووئيل ون بیلټ ون روډ منصوبه د دې پيړۍ تر ټولو لويه منصوبه ده او د پاك۔ چین اقتصادی راهداری د دې منصوبې مهمه برخه دہ۔ ده ووئيل پاکستان د سی پیك د ټولو پروژو په وخت بشپړولو له لوظي دې۔ ده د د??اړ?? هېوادونو د پارلماني غړو او سوداګرو ترمينځه د رابطو په حاجت زور راوړو۔ سپیکر ووئيل د??اړ?? هېوادونه خپلو كښې شريك جغرافیائی ،اقتصادی ،تاریخی او ستراتيجكي ا??يكې لري او په هر سخت وخت كښې د يو بل سره اوږه په اوږه ولاړ دي۔ پاکستان كښې د وړومبي سپیکرانو کنفرنس ذکرکولو سره سر دار ایا زصادق ووئيل بايد مونږ مسئلې د سيمې اجتماعی پوهې او شريكې تګلارې سره حل كړو۔ ده هيله څرګنده كړه چې دا کنفرنس به ټولې سيمې له ګټه ور وګرځي۔ د چين سفير ??پیکر له په اسلا م آباد كښې په وړومبي کنفرنس کولو مبارکي وركولو سره دا کنفرنس د پارلمانی سفارتکارۍ ښكال وګرځوله۔ ده ووئيل د دې کنفرنس ټول كريډټ د قامی اسمبلۍ سپیکر سر دار ایاز صادق ته ترلاسه دې۔ یاؤ جنګ ووئيل يو قوي او سوكاله پاکستان د چین حقیقی قوت دے۔ ده د دې خبرې پخلې وكړو چې د پاکستان او چین ترمينځه نزدې مرسته سيمه كښې او سيمې څخه بهر چیلنجونو مقا??لې له زيات اهميت لري
چین زمونږ په زړونو كښې مهم مقام لري، دواړه ګاونډيان خپلو كښې د ملګرتيا مثالي اړيكې لري
مضمون کا ماخذ : sorteos dupla sena