رشكئي 15 جون (اے پي پي) وزيراعظم شهباز شريف سپارښتنه كړې چې رشكئي اقتصادي زون كښې پرمختيائي كارونه دې په ټاكلې شوې موده كښې بشپړ كړے شي او د پروژې په لار كښې ټول خنډان دې لري كړې شي۔ده دا سپارښتنه د شورو په ورځ د رشكئي خصوصي اقتصادي زون دورې په مهال د جائزه اغستنې غونډې مشرۍ كولو سره وكړه۔په غونډه كښې د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال , وفاقي وزير اسعد محمود، وفاقي وزير ساجد طوري، وزيراعظم صلاحكار امير مقام، پاكستان كښې د چين سفارتخانې ناظم الامور د چين كمپنو نمائندګانو او اعليٰ سركاري افسرانو ګډون كولو۔په غونډه كښې د رشكئي خصوصي اقتصادي زون روان كار په اړه بريفنګ وركړے شو۔غونډي ته ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي زون په 1000 ايكړه پروت دے۔غونډې ته ووئيل شول چې رشكئي خصوصي اقتصادي زون د پبلك پرائيويټ پارټنرشپ موډ ترمخه خېبر پښتونخوا اكنامك زونز ډويلپمنټ اينډ منجمنټ كمپني KPEZDMC او CRBC ( يو سركاري چيني انټرپرائز) په مرسته SPV يعني رشكئي اسپيشل اكنامك زون ډويلپمنټ اينډ آپريشنز كمپني د لارې جوړېږي۔د دې كمپني KPEZDMC 9 فيصده او CRBC 91 فيصده شيئرز دي كومه چې د دې نوعيت وړومبۍ لوظنامه ده۔ د چين كمپنۍ د دې خصوصي اقتصادي زون د آپريشنز ذمه واره ده۔ رشكئي خصوصي اقتصادي زون كښې لائټ انجينئرنګ، آټو موټيو، كنسټركشن او فوډ پروسيسنګ او برآمدات تر مخه څانكې هدف ګرځولې شوي چې پكښې ځائي وګړو لپاره نيغ په نيغه او بالواسطه ملازمتونه راپيدا كول او اقتصادي هلي ځلي رامخې ته كول دي۔ په غونډه كښې ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي زون كښې د اوبو پائپ لائن غزولو او ګاز پائپ لائن غزولو كار او سول وركس د بشپړيدو په مراحلو كښې دي ۔غونډې ته بريفنګ په مهال ووئيل شول رشكئي خصوصي اقتصادي زون كښې 2 صنعتي يونټس په جوړولو كار روان دے دغسې ځينې نور صنعتي يونټس په جوړولو به هم كار پيل شي۔غونډي ته ووئيل شول سوئي ناردرن ګيس پائپ لائنز لميټډ تر زون ګاز باوري كړے دغسې نېشنل ټرانسميشن اينډ ډسپيچ كمپني تر زون د برېښنا وركولو لپاره ګرډ اسټيشن جوړوي۔ وزيراعظم سپارښتنه وكړه چې رشكئي خصوصي اقتصادي زون كښې روان پرمختيائي كارونه په ټاكلې وخت كښې بشپړ كړئ۔ وزيراعظم ووئيل رشكئي خصوصي اقتصادي زون په اړه وفاقي او صوبائي ادارو كښې چرته چې د همغږۍ كمے دے او ستونزي دي هغه دې لري كړې شي۔ دې ځانله د چين كمپنۍ له دې هر ډول اسانۍ وركړې شي دغسې چې په خصوصي اقتصادي زون د كار رفتار تند كړے شي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ ټولو له به په ګډه صنعتي پرمختګ او ريونيو زياتولو له كار كول وي دغسې چې پاكستان يو پرمختګ كونكے هېواد جوړ شي۔ وزيراعظم د چين كمپنيز له د سرمايه كارۍ بلنه وركولو سره ووئيل چين او د پاكستان كمپنيز د يو بل د تجربو څخه ګټه پورته كولې شي۔ده ووئيل ټولو صوبو كښې اقتصادي زونز جوړولو ته پام لرنه كوو۔ وزيراعظم د رشكئي خصوصي اقتصادي زون د سائټ دوره هم وكړه او د پرمختيائي كارونو جاج ئې واخست
رشكئۍ اقتصادي زون كښې پرمختيائي كار دې په ټاكلې موده كښې بشپړ كړے شي،د وزيراعظم شهباز شريف هدايت
مضمون کا ماخذ : میگا ملینز لاٹری