ملتان 28 فروري (اے پي پي) د صدر ډاکټر عارف علوي کوروداني ثمينه عارف علوي وئيلي دي خصوصي وګرو ته تکنيکي پوهه او نوكرۍ وركول د وخت ضرورت دے دغسې چې هغوې په قامي چوكاټ كښې د هېواد په پرمختګ كښې شاملې شي۔ د دې خيالاتو خرګندونه دې غيرسرکاري تنظيم ”تارے زمين پر“ د سيورې لاندې” اپنا روزګار سکيم “ ترمخه دستورې ته د خاص ميلمني په په حېث وكړه۔وړومبۍ ميرمن ووئيل د روغتيا نړيوالې ادارې رپورټ له مخې د هېواد 15فيصده آبادي د معذورۍ په ښكار كسانو مشتمل ده۔كه د دغې وګړو تربيه وكړې شي نو دوي د هېواد په پرمختګ كښې كردار ترسره كولې شي۔دې سره به د دوي سباؤن هم محفوظ شي او ښه ژوند به وكړي۔ ثمينه عارف علوي ووئيل حکومت د خصوصي كسانو لپاره د نوكرو 5 فيصده کوټه بيله كړې او د دې بنيادي مقصد دا دے چې د هغوي د صلاحيتونو څخه كټه پورته كړې شي۔ دې ووئېل حکومت سټيټ بينک آف پاکستان او نورو محکمو ته وئيلي دي چې په 5 فيصده کوټه عملدرآمد باوري كړي۔دې ووئيل حاجت د دې خبرې دے چې ټولنه هم د معذوره كسانو په اړه خپل ځان بدل كړي او داسې كسان په ځان پیټے ونه ګڼي۔ دې څخه وړاندې د تارے زمين پر چيف ايګزيکټو آفيسر فريده کاشف وړومبۍ ميرمن د خپل تنظيم د فلاحي هلو ځلو خخه خبر كړه۔ د وزيراعظم د سياسي چارو خاص مرستيال او قامي اسمبلۍ كښې چيف وهپ ملك عامرډوګر او سېنېټر او خاص مرستيال سيد عون عباس بپي هم په دې موقع موجود وو
خصوصي وګړو له تکنيکي پوهه او نوكرۍ وركول د وخت ضرورت دے، د وړومبۍ ميرمن ثمينه عارف علوي دستورې ته وينا
مضمون کا ماخذ : اسکریچ کارڈ پاکستان